19/01/2025
کانګو ویروس:
(CCHF) Crimean Congo Hemorrhagic Fever
تعريف:
یوه وایروسي، ساري، تبه لرونکې، وینه بهیدونکې او وژونکې ناروغي ده.
د ويروس منبع:
دا وایروس د کنې په شکل له حیواناتو څخه انسانانو او نورو خلکو ته انتقالیږي.
انتقال:
کانګو په غواګانو، پسونو، اوزو او نورو حیواناتو کې د خفیفې تبې په شکل موجود وي. د متاثر شوي حیوان په وجود چې کومه کنه (ticks) وي د هغې د چيچلو نه يا د حلالې په وخت د وينې سره د تماس نه هم دا ويروس وجود ته داخلېدلی شي.
خطر ته نيژدې خلک: قصابان، روغتیایي کارکوونکي-حيوانی ډاکتران -
اعراض او علایم:
لوړه درجه تبه، عضلاتي دردونه، سر ګرځیدل، سردردي، د ګیډې دردونه، اسهالات، عصبانیت، بې خوبي نارامي د کوچنیو رګونو نه وينه راتلل او په وجود کې شنه داغونه جوړېدل شامل دي، په وروستۍ مرحلو کې په ډکو متیازو او استفراق کې د وینې موجودیت.
د متاثره کنې د چيچلو نه د 1 نه د 9 ورځو په منځ کې او د حلالې په وخت د وينې لګېدو د وجې د 5 نه د 14 ورځو په مينځ کښې اعراض ښکاره کېدلی شي.
واکسین:
د دې وايرس له پاره د ځناورو کوم خاص واکسين نشته.
خو حفاظتي اقدامات ضروري دي - کله چې مېلې ته څاروي اخستو لپاره ځئ، نو پکار ده چې ټول وجود مو پټ وي .ګرمي ده خو که بند پېزار او جرابې ورسره په پښو کولی شئ نو هم ښۀ ده. د ستنیدو وروسته مو جامې بدلې او ولامبئ.
چې کله څاروی راولئ نو پکار ده چې د کنې سپرې پرې ولګوئ، دا احتياط په دې وجه هم ضروري دی چې متاثر شوی څاروی بلکل روغ ښکاري.
د مخنيوي لارې چارې:
د حلالې پۀ وخت د ځانګړي لباس، چپن ، ځانګړي بوټان، دستکشو، ماسک او عینکو څخه استفاده وکړئ.
هغه چاړه او لوښی چې د حیوان په وینه ککړ وي باید احتیاط ورسره وشي. د ذبح څخه وروسته سمدستي حمام وکړئ لاس او مخ مو په صابون پريمینځئ.
غوښه باید ښه پخه شي، نیمه خامه غوښه هم د انتقال سبب کیدای شي.
د اعراضو د شروع سره سم باید ډاکټر ته مراجعه وشي تر څو پروخت یې درملنه صورت ونیسي، او دا ناروغی په بشپړ ډول د رغیدو وړ ده.
#کانګو