Helal Group of Companies

Helal Group of Companies HELAL GROUP
IS A LEADING AGRIBUSINESS AND SEED COMPANY
VISSION-2034
FOOD SECURED AFGHANISTAN Expert Agronomic Support
2. Agricultural Assessment
3.

Helal Group is the name of leading agricultural firm that aims to produce and distribute quality seeds &
agricultural products in Afghanistan & its neighboring countries. Our aim is to build a team of professional
members, infrastructure support, provide quality seeds keenly desirable by farmers in indoor and outdoor
markets. Helal Group has a unique temperament to provide varieties of Ag- Product

s and Services. It may range from time to time regarding planting and growing to the harvesting and plowing. Our key
featured products are listed as:
Certified Seeds (Vegetable, Field Crops, Cereal, Grass & Flower Seeds)
Fertilizers (Urea, DAP, SSP, TSP Compound Fertilizer for
Leaf, Root and Fruits etc.) Agricultural Machinery (Machineries and Ag-Tools)
Veterinary Services (Medicine & Tools)
Green Houses (Equipment & Installation)
Drip and Irrigation Systems (Equipment & Installation)
Live Stock Feed
Nursery Farms (Saplings, Seedlings
Grafting & Pruning Services)
Agricultural Consultancy
Survey and Research (Agricultural Data Collection)
Pesticide (Solid & Liquid)
Forestry & Orchard (Garden Flowers, Fruit Trees)
Rental Agricultural Machinery (Tractor, Thresher,
Seed Cleaner etc)
Agricultural Trainings (Theoretical & Practical)
Our Services also include:
1. Growing Assistance & Consulting
4. Agricultural Training Programs & Seminars
5. Growing and Livestock Assistance
6. First Hand Contracts with Agricultural Suppliers & Producers
7. Equipment/Systems Procurement
8. Quotation Assessment
9. Shipment and Delivery Logistic
10. Packaging & Distribution

مارو کدو د لوړ حاصل لرونکي نوعې چې د امراضو،ګرمۍ او یخنۍ په مقابل کې  مقاومې دي تر نهايي څارنې لاندي دي چی ژر به په هېوا...
06/01/2025

مارو کدو د لوړ حاصل لرونکي نوعې چې د امراضو،ګرمۍ او یخنۍ په مقابل کې مقاومې دي تر نهايي څارنې لاندي دي چی ژر به په هېواد دننه تولید د مارو کدو هایبرید تخم نوعی مارکیټ ته وړاندی شی .

د هلال ګروپ د متخصصینو تر څار لاندې د مارو کدو مقاومې نوعې چې لوړ حاصل، د یخنۍ، ګرمۍ، او امراضو کې د قوی مقاومت لرونکي دي بازار ته وړاندې کړي.

د ګران افغانستان زراعتي،اقتصادي پیاوړتیا او غذایی مصؤنیت د هلال ګروپ لومړیتوب دی .

د هلال ګروپ د تخینکي متخصصینو د معلوماتو له مخې د هایبریډ مارو کدو د تخم تولید مو په کامیابۍ سره روان دی ، چې ډیر ژر به مثبته پایله ورکړي او تخم به یۍ د افغانستان د تولید نشان سره مارکیټ ته وړاندې شي.

د کال په بدلون سره هلال ګروپ خپله ژمنه بیا تازه کوي!د هېواد کرنیزه، اقتصادي پیاوړتیا او غذايي مصؤنيت زموږ د کاري لومړیتو...
31/12/2024

د کال په بدلون سره هلال ګروپ خپله ژمنه بیا تازه کوي!

د هېواد کرنیزه، اقتصادي پیاوړتیا او غذايي مصؤنيت زموږ د کاري لومړیتوبونو څخه دي چې د خپل ژمن کاري ټيم پر مټ به ځان خپل همدې سپیڅلي هدف ته ورسوو.

نوي کال مو بختور شه!

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !سپین پیازHYBRID ONION TELA- F1هلال گروپ وياړي چې  د تیرې یوې لسیزې څخه د ...
12/12/2024

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
سپین پیاز
HYBRID ONION TELA- F1
هلال گروپ وياړي چې د تیرې یوې لسیزې څخه د جاپان د تخم د معتبرې کمپنۍ (TAKII SEED) انحصاري نمایندګي په افغانستان کې لري.

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د واټس اف شمېرې:
0093771897502
0093777861111

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !سور کرمHYBRID CABBAGE BOOST- F1هلال گروپ وياړي چې  د تیرې یوې لسیزې څخه د...
12/12/2024

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !

سور کرم

HYBRID CABBAGE BOOST- F1
هلال گروپ وياړي چې د تیرې یوې لسیزې څخه د جاپان د تخم د معتبرې کمپنۍ (TAKII SEED) انحصاري نمایندګي په افغانستان کې لري.

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د واټس اف شمېرې:
0093771897502
0093777861111

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !هندواڼهHYBRID WATERMELON AMPHION- F1هلال گروپ وياړي چې  د تیرې یوې لسیزې ...
12/12/2024

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
هندواڼه
HYBRID WATERMELON AMPHION- F1
هلال گروپ وياړي چې د تیرې یوې لسیزې څخه د جاپان د تخم د معتبرې کمپنۍ (TAKII SEED) انحصاري نمایندګي په افغانستان کې لري.

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د واټس اف شمېرې:
0093771897502
0093777861111

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !هایبریډ ګلپي HYBRID CAULIFLOWER BABU- F1هلال گروپ وياړي چې  د تیرې یوې لس...
12/12/2024

د هلال ګروپ د اصلاح شويو تخمونو د پيژندنې لړۍ !
هایبریډ ګلپي
HYBRID CAULIFLOWER BABU- F1

هلال گروپ وياړي چې د تیرې یوې لسیزې څخه د جاپان د تخم د معتبرې کمپنۍ (TAKII SEED) انحصاري نمایندګي په افغانستان کې لري.

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
د خرڅلاوو پته: حاجي پاینده محمد مارکیټ، دوهم منزل، دوکان نمبر ۵۶، پل خشتي جومات ترڅنګ، کابل - افغانستان.
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد
د واټس اف شمېرې:
0093777861111
0093771897502

د هلال ګروپ د تخمونو د پيژندنې لړۍ !د رومي بانجانو بیلابیلو نوعې .د ترلاسه کولو ادرسونه:مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، ...
05/12/2024

د هلال ګروپ د تخمونو د پيژندنې لړۍ !

د رومي بانجانو بیلابیلو نوعې .

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد.

د واټس اف شمېره: 0093777861111

د هلال ګروپ د تخمونو د پيژندنې لړۍ !هایبریډ هندواڼه (جانسن) -JANSON-F1د ترلاسه کولو ادرسونه:مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناح...
05/12/2024

د هلال ګروپ د تخمونو د پيژندنې لړۍ !

هایبریډ هندواڼه (جانسن) -JANSON-F1

د ترلاسه کولو ادرسونه:
مرکزي دفتر: کابل- دولسمه ناحیه، باګرامي حسین خېل، هلال کمپاونډ
ننګرهار سیمه ایز دفتر: روښان مېنه، پنځمه کوڅه ، ۱۳ کور – جلال اباد

د واټس اف شمېره: 0093777861111

د  هایبریډ او OP تخمونو تولید په موخه د سبزیجاتو د بیلابیلو نوعو کر ! د سبزیجاتو د هایبریډ او OP تخمونو د تولید په موخه ...
03/12/2024

د هایبریډ او OP تخمونو تولید په موخه د سبزیجاتو د بیلابیلو نوعو کر !

د سبزیجاتو د هایبریډ او OP تخمونو د تولید په موخه د مختلفو نوعو (ورایټیو)کر ترسره شوی، ترڅو د هېواد کروندګرو ته با کیفیته هایبربډ او OP تخمونه وړاندې شي.

هلال ګروپ دمګړۍ د بادرنګو، رومی بانجانو، تور بانجان ،مرچک، رومیانو، ګلپي، کرم، مارو، پیاز، بامیه، مولي سرخک د هایبریډ او OP تخم په تولید کار کړی چې ډیر ژر به یې د تخم مارکیټ ته وړاندې کړي، چې د هېواد کروندګر به ورته لاس رسی ولري.

هلال ګروپ چې له تیرو دریو لسیزو راپدیخوا د هېواد د اقتصادي او کرنیزې پیاوړتیا او غذايي مصونیت په برخه کې کار کوي ډاډ څرګندوي چې په دغه برخه کې خپل فعالیتونه لا ګړندي او په دې سره د کروندګرو ستونزې حل کړي.

د هلال ګروپ له لوري نویو وړاندې شوې نوعو  ښه حاصلات ورکړي. هلال ګروپ چې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په برخه کې کار کوي د...
02/12/2024

د هلال ګروپ له لوري نویو وړاندې شوې نوعو ښه حاصلات ورکړي.

هلال ګروپ چې د اصلاح شویو تخمونو د تولید په برخه کې کار کوي د هایبریډ جوارو درې نویو نوې ورایتي (HYBRID F1 MAIZE PSY-3060 ) ، (HYBRID F1 MAIZE PSW-2080)او (HYBRID F1 MAIZE PSY-3070) یې بازار ته وړاندې کړې چې ښه حاصلات یې وکړي دي.

دا ورایټي چې د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې یې کر ترسره شوی، کروندګر یې له د حاصلاتو له کیفیت خوښ چې ښه او معیاري حاصل یې ترې لاسته راوړی دی.

کروندګر هیله لري چې دا تخم د راتلونکي لپاره لا زیات او په پراخه پیمانه ګروندګرو ته په واک کې ورکړل، ځکه دوی یې له حاصل او کیفیت خوښ دي.

هلال ګروپ د هېواد په کچه یواځینی کرنیز شرکت دی چې د سبزیجاتو او غله جاتو د هایبریډ تخمونو د تولید په برخه کې کار کوي، ډاډ څرګندوي په راتلونکي به کروندګرو ته د هایبریډ تخمونو لا زیاتې ورایټي په واک کې ورکړي.

د تخم د تولید په موخه د غنمو کر پیل شو. د هلال ګروپ له لوري په ننګرهار کې د غنمو د بیلابیلو وراټیو د اصلاح شوي تخمونو د ...
02/12/2024

د تخم د تولید په موخه د غنمو کر پیل شو.

د هلال ګروپ له لوري په ننګرهار کې د غنمو د بیلابیلو وراټیو د اصلاح شوي تخمونو د تولید په موخه کر پرانسته په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ایز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین او اړونده مسولینو له لوري پیل شو.

د پرانستې پرمهال په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ایز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین وویل: سږ کال یې یو ځل بیا د غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه کر کړی، ترڅو په پراخه پیمانه د غنمو د بیلابیلو ورایټیو اصلاح شوی تخم بازار ته وړاندې کړي.

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې د کر لپاره یې ځمکه په ښه توګه چمتو کړې، پر خپل وخت به یې مراقبت ترسره کړي او د تصدیق ورکونې د تخنیکي ټیمونو له لوري به یې ټولې مرحلې پر خپل وحت تعقیب کړي.

د یادونې وړ ده چې هلال ګروپ د ننګرهار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې غنمو د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه د کر ترسره کوي، دوی ډاډ څرګندوي چې په راتلونکي کې به په پراخه پیمانه، ښه او معیاري د غنمو تخم ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د یوناما مشرې په امام ابو حنیفه نندارتون کې د هلال ګروپ تولیدات ولیدل. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ...
10/10/2024

په افغانستان کې د یوناما مشرې په امام ابو حنیفه نندارتون کې د هلال ګروپ تولیدات ولیدل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا ، چې د افغانستان د سوداګرو خونې لومړي مرستیال ډاکټر یونس مومند، د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتې خونې مشر خان جان الکوزي او د یوناما دفتر څخه راغلي هئیت یې ملتیا کوله د هلال ګروپ کرنیز تولیدات ولیدل .

د هلال ګروپ د کرنیزو چارو مسول انجینر عبدالولي کوچي د لیدنې په ترڅ کې د هلال ګروپ د کرنیزو فعالیتونو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو پلانونو په تړاو هر معلومات شریک کړل .

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر (یوناما) مشرې رزا اوتونبایوا په خپلو خبرو کې د هلال ګروپ په کرنیزو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه او په دغه برخه کې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د یادونې وړ ده د امام ابو حنیفه (رح) دریم نړیوال/ ملي نندارتون په څلورمه ورځ هم ګڼو ګډونوالو د لیدنې په ترڅ کې د هلال ګروپ له تولیداتو څخه لیدنه وکړه.

د امام ابو حنیفه (رح) د دریم نړیوال / ملي نندارتون په دریمه ورځ هم ګڼو ګډونوالو د هلال ګروپ تولیدات ولیدل. هلال ګروپ چې ...
08/10/2024

د امام ابو حنیفه (رح) د دریم نړیوال / ملي نندارتون په دریمه ورځ هم ګڼو ګډونوالو د هلال ګروپ تولیدات ولیدل.

هلال ګروپ چې خپل تولیدات یې د امام ابو حنیفه (رح) د دریم نړیوال / ملي نندارتون په ترڅ کې نندارې ته وړاندې کړي، د دغه نندارتون په دریمه ورځ د کابیني غړیو، بهرنیو ډیپلوماټانو، د رسنیو استازو او د کرنې برخې متخصصینو ترې لیدنه وکړه.

د هلال ګروپ تخنیکي مسولینو د لیدنو په ترڅ کې د خپلو تولیداتو په تړاو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل .

هلال ګروپ هوډ لري چې د خپلو تولیداتو پر مټ به د هېواد په غذايي مصونیت، کرنیزې او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رغنده رول ولري.

د امام ابو حنیفه (رح) د دریم  ملي/ نړیوال نندارتون په دوهمه ورځ هم ګڼو ګډونوالو د هلال ګروپ له تولیداتو لیدنه وکړه. هلال...
07/10/2024

د امام ابو حنیفه (رح) د دریم ملي/ نړیوال نندارتون په دوهمه ورځ هم ګڼو ګډونوالو د هلال ګروپ له تولیداتو لیدنه وکړه.

هلال ګروپ چې د دغه نندارتون په ترڅ کې یې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، ګڼ شمېر سیاسي شخصیتونو، ډيپلوماټانو، د دولتي ادارو مشرانو، داخلي او بهرنیو سوداګرو، د بیلابیلو خونو استازو او رسنیزو فعالانو له دغه تولیداتو لیدنه وکړه.

د هلال ګروپ تخینکي او مسلکي مسولینو د لیدنو په ترڅ کې د خپلو تولیداتو په تړاو هر اړخیز معلومات شریک کړل.

یادونې وړ ده چې د امام ابو حنیفه (رح) دریم ملي/ نړیوال نندارتون چې پرون (یکشنبه) پرانستل شوی، د جمعې تر ورځې دوام وکړي.

هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په دریم نړیوال/ملي نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. د امام ابو حنیفه(رح) در...
06/10/2024

هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په دریم نړیوال/ملي نندارتون کې خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل.

د امام ابو حنیفه(رح) دریم نړیوال/ ملي نندارتون چې د ۱۴۰۳ کال د میزان په ۱۵ مه د شپږو ورځو لپاره پیل شو، هلال ګروپ ته په کې (K VIP-005) غرفه ځانګړې شوې او خپل تولیدات یې پکې نندارې ته وړاندې کړي دي.

د دغه نندارتون په ترڅ کې داخلي او بهرنیو پانګه والو، سیاسي، ټولنیزو شخصیتونو او بیلابیلو نړیوالو او ملي رسنیو د هلال ګروپ له تولیداتو لیدنه وکړه، چې د هلال ګروپ د تخنیکي مسولینو له لوري هر اړخیز معلومات ورکړل شول.

د هلال ګروپ مسولین وایې: له څه باندې دوه لسیزو راهیسي د هېواد د غذايي مصونیت، کرنیزې او اقتصادي ځان بسیاینې په موخه فعالیت کوي.

مسولین زیاتوي: د هېواد په کچه په لسګونه ځوان کادرونه ورسره په کار بوخت دي او د هېوادوالو لپاره په معیارونو برابر تخمونه او کرنیز محصولات تولیدوي.

د یادونې وړ ده چې د امام ابو حنیفه (رح) نړیوال / ملي نندارتون نن (یکشنبه) پرانستل شو چې شپږ ورځې به دوام ورکړي، هېوادوال کولای چې د (K VIP-005) غرفه کې د هلال ګروپ له تولیداتو لیدنه وکړي.

هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په دریم نړیوال نندارتون خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي. د امام ابو حنیفه (رح) دریم نړ...
05/10/2024

هلال ګروپ د امام ابو حنیفه (رح) په دریم نړیوال نندارتون خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي. 

د امام ابو حنیفه (رح) دریم نړیوال / ملي نندارتون چې د ۱۴۰۳ کال د میزان میاشتې په (۱۵) چې د د ۲۰۲۴ کال اکتوبر په ۶ نېټې سره سمون خوري پیل کیږي او شپږ ورځې به دوام وکړي چې هلال ګروپ به هم پکې خپل کرنیز تولیدات نندارې ته وړاندې کړي.

د (K Vip-005) غرفه د هلال ګروپ تولیداتو ته ځانګړې چې شوې چې ټول هېوادوال کولای شي ترې لیدنه وکړي او د هلال ګروپ له لوري په ټولو معیارونو تولیدات ترلاسه کړي.

پته: کابل، حضوري ترڅنګ افغانستان د نړیوال نندارتون ودانۍ.
په درنښت
د هلال ګروپ مشرتابه

د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه د کرل شویو جوارو وروستی تفتیش ترسره شو.د هلال ګروپ له لوري د اصلاح شویو تخمونو د تولید پ...
03/10/2024

د اصلاح شوي تخم د تولید په موخه د کرل شویو جوارو وروستی تفتیش ترسره شو.

د هلال ګروپ له لوري د اصلاح شویو تخمونو د تولید په لړ کې د جوارو د بیلابیلو نوعو کر ترسره کړی وو چې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت د تخینکي هئیت له لوري یې وروستی تفتیش ترسره شو.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت تخنیکي مسولینو انجینر الله یار او ښاغلي پرویز سعادت په داسې مهال دغه تفتیش ترسره کړ چې په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ایز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین یې ملتیا کوله.

تخمونو ته د تصدیق د ورکړې امریت فني او تخنیکي مسولینو د لیدنې پرمهال وویل: دغه جوار پر خپل وخت کرل شوي، په شکل یې ټولې مرحلې تعقیب شوي او په راتلونکي کې به ترې ښه تخم لاسته راشي.

د یادونې وړ ده چې هلال ګروپ په نږدې ۴۰۰ جریبه ځمکه د بیلابیلو ورایټو د جوارو کر کړی وو، چې نږدې راتلونکي له ترې ښه او په ټولو معیارونو برابر تخم لاسته راوړي.

ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) رئیس د هلال ګروپ په ترسره کړیو  فعالیتونو خوښي څرګنده کړه . په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیم...
28/09/2024

ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) رئیس د هلال ګروپ په ترسره کړیو فعالیتونو خوښي څرګنده کړه .

په ختیځ کې د هلال ګروپ د سیمه ایز دفتر مسول ډاکټر عبدالغفار لودین د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) رئیس مولوي محمد نعیم اغا سره د مجلس په ترڅ کې د هلال ګروپ له لوري د غنمو اصلاح شوي تخم د بیلابیلو نوعو تولید، سبزیجاتو د هایبریډ تخمونو د تولید پروسې پیلیدا او دا راز د اړوني نباتاتو د تخمونو د تولید په تړاو هر اړخیز معلومات شریک کړي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل:هلال ګروپ د هېواد د کرنیزې، اقتصادي پیاوړتیا او غذايي مصونیت په موخه چارې پر مخ وړي چې په دې برخه کې یې لسګونه ځوانو علمي کادرونه ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت (کانال) رئیس مولوي محمد نعیم اغا په خپلو خبرو کې د هلال ګروپ له لوري د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو تولید او په سلګونه ځوانانو ته د کاري زمینې په برابرولو خوښي څرګنده کړه، د چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې او د ستونزو د حل په موخه یې د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

Address

HELAL COMPOUND, 12 DISTRICT, HUSSAIN KHAIL, BAGRAMI
Kabul

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93790555222

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Helal Group of Companies posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The Business

Send a message to Helal Group of Companies:

Videos

Share

Our Story

Helal Group is the leading agricultural firm that aims to produce and distribute quality seeds & agricultural products in Afghanistan & its neighboring countries. Our aim is to build a team of professional members, infrastructure support, provide quality seeds keenly desirable by farmers in indoor and outdoor markets.Helal Group has a unique temperament to provide varieties of Ag- Products and Services. It may range from time to time regarding planting and growing to the harvesting and plowing. Our key featured products are listed as: Certified Seeds (Vegetable, Field Crops, Cereal, Grass & Flower Seeds) Fertilizers (Urea, DAP, SSP, TSP Compound Fertilizer for Leaf, Root and Fruits etc.) Agricultural Machinery (Machineries and Ag-Tools) Veterinary Services (Medicine & Tools) Green Houses (Equipments & Installation) Drip and Irrigation Systems (Equipments & Installation) Bee Hives and Equipments Live Stock Feed Nursery Farms (Saplings, Seedlings Grafting & Pruning Services) Agricultural Consultancy Survey and Research (Agricultural Data Collection) Pesticide (Solid & Liquid) Forestry & Orchard (Garden Flowers, Fruit Trees) Poultry (Equipments, Feed, Medicine) Fishery (Pond Design, Feed) Rental Agricultural Machinery (Tractor, Thresher, Seed Cleaner etc) Agricultural Trainings (Theoretical & Practical) Mushroom Production. Our Services also include: 1. Expert Agronomic Support 2. Agricultural Assessment 3. Growing Assistance & Consulting 4. Agricultural Training Programs & Seminars 5. Growing and Livestock Assistance 6. First Hand Contracts with Agricultural Suppliers & Producers 7. Equipment/Systems Procurement 8. Quotation Assessment 9. Shipment and Delivery Logistic 10. Packaging & Distribution